د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال او مل پلاوي یې له کابل ښځینه محبس څخه لیدنه وکړه
محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر او د یاد معاونیت د رئیس ارکان محترم پاسوال مولوي اسدالله مولانا په ګډون د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د څرخي پله ښځینه محبس ته ولاړ او هلته یې له مسوولینو سره د ښځینه محبوسینو لپاره د برابرو شویو اسانتیاوو او ځینو ستونزو د حل په اړه خبرې اترې وکړې.
داراز، د یاد محبس مسوولینو په دې خبرو اترو کې د نوموړو محبوسینو روا غوښتنې هم شریکې کړې، چې د پلاوي له خوا یې د ادارې د رهبرۍ او نورو مسوولینو په ملتیا ورته د رسېدو ژمنه وشوه.
محرم الحرام ۱۵\ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت