د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د کابل ولایت د نشه يي توکو سره د مبارزې له توقیفخونې لیدنه وکړله

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۴:۲۱
خبر رییس ارکان

د دغې ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او ورسره مل پلاوي یې د کابل ولایت د نشه يي توکو سره د مبارزې د توقیفخونې د مسوولینو سره ولیدل او د توقیفیانو په اړوند مسایلو یې خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.

په ورته وخت کې، یاد پلاوي د دې توقیفخونې د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، کانتین، برېښنا، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شته ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ لارښوونې وکړې.

داراز، د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي د نوموړې توقیفخونې توقیفیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې له نیږدې وارزاوه چې توقیفیانو له دوی سره د مسوولینو چلند ښه یاد کړ او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړله.

همدا راز، پلاوي نوموړو توقیفیانو ته ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې به له عدلي او قضایي ارګانونو سره موضوع شریکه کړي څو په وخت یادې ستونزې ته رسېدنه وشي، او د نوموړې توقیفخونې مسوولينو ته يې د توقیفیانو لپاره  د اسانتياوو پر زیاتولو او ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز، د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي د یادې توقیفخونې د ژورې څاه کېندلو کاري بهیر څخه هم لیدنه وکړله او د کار د لا چټکتیا لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

شعبان المعظم ۱۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS