د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي د تخار ولایت له زندانه ارزونه وکړله

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۰
تخار

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله"مولانا"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، مالي او حسابي رئیس محترم حکمت " مشعل "، د شخصیتي دوسیو، مخابرې، اوپراسیون او د بغلان زندان  امرینو یې هم ملتیا کوله، تخار ته د خپل سفر په ترڅ کې د شپې ناوخته د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

د تخار زندان مسوولینو د نظامي مرستیال په مشرۍ  پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ  د نوموړي زندان په هکله معلومات شریک کړل.

دا راز، د دې ادارې نظامي مرستیال د نوموړي ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته په خپلو خبرو کې وویل؛ د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌ الله) له لوري د زندانیانو لپاره جوړ شوی (۳۹) ماده ییز طرزالعمل مرکز او (۳۳) ولايتونو ته لېږل شوی او په دوامداره توګه يې تطبيق او څارنه ترسره کيږي، اداره هڅه کوي څو  زندنیانو لپاره په زندان کې داسې ګټورې، روزنیزې او اصلاحي برنامې برابرې کړي څو د وخت له ضایع کیدو څخه يې مخنیوی او  د هغوی د اصلاح سبب شي او د بنده تر ازادیدو وروسته خپلې کورنۍ او ټولنې  ته ګټورو  وګړو په توګه وړاندې شي.

په ورته وخت کې، یادو زندانیانو د پلاوي په ورتګ خوښي وښوده او ژمنه یې وکړله چې د ادارې لخوا په چمتو شویو ټولو زده کړه ییزو برنامو کې به برخه واخلي .

همدا شان، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوي یې د نوموړي زندان د خوړو، اباتې، د برېښنايي، تعمیراتي او روغتیايي چارو  په جلا جلا توګه د لیدنې ترڅنګ یې د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او شته نېمګړتیاوې یې په ګوټه او  د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

محرم الحرام ۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS