د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي فاریاب ولایت ته سفر وکړ

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۹
فاریاب

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله " بدر" په مشرۍ پلاوي د فاریاب ولایت له زندان د لیدنې تر څنګ، د دې ولایت د زندان مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې  وکړې.

د محترم لوی پاسوال قاري بدر په مشرۍ پلاوي د یاد زندان له مسوولینو  سره په خبرو کې د زندانیانو په ښې ساتنې او پالنې کې د هغوی نه سټړې کېدونکې هلې ځلې وستایلې.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي ، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل او زندانیانو سره له نږدې ولیدل د هغوی غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه څو یې ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه وکړي.

همداراز، پلاوي د نوموړي زندان د  پرسونل او زندانیانو د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداشان، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د فاریاب ولایت د زندان له امنیتي قراولونو، ټاورونو، او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړه او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې هم وکړې.

 

رمضان المبارک ۱۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۹
Background image

تر دا دمه له ایرانه (۵۹۱) تنه محکوم په حبس افغانان هېواد ته رالېږدول شوي دي

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" چې په دې وروستیو کې یې د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې د مهم غړي په توګه د ایران هېواد ته رسمي سفر درلود او. . .

BACK TO NEWS