د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د ننګرهار ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۰:۴۹
ننگرهار

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیالمحترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د داخلي تفتیش رئیس محترم فضل احمد " احمدي"، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبید الله " اخلاص"،د مالي اوحسابي رئیس محترم حکمت "مشعل" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره د کتنې په ترڅ کې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

په ورته مهال، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د ننګرهار د زندان پرسونل او له زندانیانو سره ولیدل او هغوی د یاد  زندان د مسوولینو له خوا د دوی د امنیت د خوندیتوب په موخه له هڅو د مننې ترڅنګ، د خپلو جرمي دوسیو پروخت څېړلو او د برخلیک روښانه کولو په اړه خپلې غوښتنې شریکې کړې، چې د پلاوي مشر ورته د رسېدنې ډاډ ورکړ.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان د  پرسونل او زندانیانو د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداشان، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوي یې د دغه زندان د امنیتي ټاورونو، قراولونو، امنیتي پوستو او نورو برخو څخه لیدنه وکړله او د امنیتي تدابیرو لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ بولو چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري تل هڅه کوي، څو د مرکز او ولایتونو له زندانونو او بندیانو څخه لیدنه وکړي، د امنیتي او نورو برخو وضعیت یې وارزوي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

 

ذوالقعده الحرام ۲۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS