د زندانونو چارو د سمون ادارې د مخابراتي پوښښ ساحه پراخه شوه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۱۱:۳۸
obidullah

د دغې ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس محترم انجنیر عبیدالله "اخندزاده" وايي، د دوی د کارکوونکو او انجنیرانو په تخنیکي هڅو او د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي لګښت د مرکزي برخو د مخابراتي پوښښ کچه نوره هم پراخه شوه.
د هغه په خبره، اوس زموږ پرسونل کولی شي چې په کابل دننه او د کابل په مربوطاتو کې هم له یاد سیستم څخه په استفادې له مرکزي برخو سره اړیکې ټینګې او د امنیت لا خونديتوب او کاري اسانتیاوو لپاره ترې ګټه پورته کړي.

محرم الحرام ۱۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د محابسو مسلکي روزنیز دوه میاشتني کورس څخه د مرکز کابل په ګډون د (۳۳) ولایتونو د زندانونو (۱۲۱) تنو افسرانو او ساتنمنانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له ښوونیز او روزنیز کورس څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو له ډلي (۱۲۱) تنو افسرانو او ساتنمنانو دوه میاشتې زده کړو په دوره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

ولایتي خبرونه ( بلخ، نورستان) د بلخ او نورستان ولایتونو د زندانونو (۲۶۶) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د بلخ او نورستان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

 پکتیا ولایت په مرکزي زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر تعلیمي دوره د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

یاده دوره چې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د شعبان میاشتې په پنځمه نېټه د محترم شیخ مولوي محمد ضابط "الحنفي" له لوري پیل شوې وه، د پای ته ورسېده

د پکتیا ولایت د زندان د مس. . .

BACK TO NEWS