د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو مسایلو خبرې وشوې

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۶:۱۰
نشست رهبری

ياده ناسته، چې نن( یکشنبې) د دغې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاه"، د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم مولوي اسدالله "مولانا" او د مرکزي ملکي او نظامي برخو د رئیسانو، امرینو او مدیرانو په ګډون جوړه شوې وه، په کې په محبسونو کې د محبوسينو لپاره له اړتیا سره سم د پي سي او  (PCO) ټلیفوني  خدمتونو د اسانتياوو، ادارې ته د مراجعینو د ننوتولو د کړنلارې او په رسمي مراسلاتو کې د واټسپ له لارې د مکتوبونو او استعلامونو ځواب ورکولو په هکله هراړخيزې خبرې اترې وشوې.

داراز، محترم مولوي محمدیوسف "مستري" وویل: چې د ادارې د چارو او فعالیتونو لا ښوالي په پار به د ریاستونو له پرسونل سره په دوامداره توګه کاري ناستې ولري او د هغوی ستونزې او غوښتنې به له نږدې اوري.

په ورته وخت کې، یو شمېر مسوولینو هم د کارونو او دندو د لا ښه توب او ګړندیتوب په هدف خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس له خوا یې په هکله اړوندو برخو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ نننۍ ناسته، د دعایې په ویلو سره پایته ورسېده.

 

محرم الحرام ۲۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

محرم الحرام ۲۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS