د زندانونو چارو د سمون ادارې د داخلي تفتیش ریاست لپاره نوی رئیس په دنده وګومارل شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۶:۴۶
معرفی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا د عالي مقام په منظورۍ د ادارې د داخلي تفتش ریاست لپاره نوی رئیس په دنده وګومارل شو. 
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله"همدرد"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د خدماتو رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات"، د مالي او حسابي رئیس محترم حکمت "مشل" او یوشمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي فضل احمد "احمدي" د داخلي تفتیش د نوي رئیس په توګه کارکوونکو ته وپېژندل شو.
داراز، محترم قاري عبدالله "همدرد" د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، په ادارو کې تغییر او تبدیل راځي چې موخه ترې د چارو ښوالی او پرمختګ دی نو هیله ده چې په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو.
همداشان، نوموړي د تفتیش د پخواني رئیس تېر خدمتونه او لاسته راوړنې وستایلې او له نوي رئیس څخه یې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته د دوام تر څنګ د دې ریاست کارکوونکو ته د خپلو امرینو د اطاعت او د اداري چارو د ښه پرمختګ لپاره په ګډه د همکارۍ سپارښتنه وکړه. 
په ورته وخت کې، د ادارې د داخلي تفتیش نوي رئیس محترم مولوي فضل احمد احمدي د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې موخه مې خپل هېواد ته خدمت کول دي، نو په دې برخه کې د  مشرانو اطاعت کوم او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سرته رسوم.  

ربیع الثاني ۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS