د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د محابسو مسلکي روزنیز دوه میاشتني کورس څخه د مرکز کابل په ګډون د (۳۳) ولایتونو د زندانونو (۱۲۱) تنو افسرانو او ساتنمنانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵۴
نظامی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له ښوونیز او روزنیز کورس څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو له ډلي (۱۲۱) تنو افسرانو او ساتنمنانو دوه میاشتې زده کړو په دوره کې برخه اخیستې وه، یادو ګډونوالو ته په نوموړي کورس کې زندان ته د ممنوعه توکو د قاچاق څخه د مخنیوي، د محبوسینو انتقال، د بندیانو د ساتلو، ښه چلند کولو، د زندانیانو د بشري حقونو رعایتولو، د نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو او اړوند لازمې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي دي.

په همدې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې چې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم الحاج پاسوال اسدالله "مولانا" د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" د ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالحی "اخندزاده"، د معلوماتي ټیکنالوژۍ رئیس محترم چهاریقل  "ادیب"،  د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس امر محترم مولوي حبیب الرحمن "رحماني"او یو شمېر  ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، وویل، د دې ادارې رهبري هڅه کوي تاسې په مسلکي توګه وروزي څو په چارو کې مو کوم خند او ځنډ رامنځته نه شي او چارې په بریالیتوب سره ترسره شي.

همداشان، د نظامي چارو مرستیال زیاته کړله، تر دې دمه د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له ښوونیزو او روزنیزو  دورو څخه ۳زره ۳۹ تنه فارغ شوي او تر ډیره بریده د  ادارې نظامي پرسونل مسلکي شوی او شپه ورځ په مسلکي توګه خپله دنده په پوره رېښتینوالۍ سره پر مخ وړي.

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق فارغ شویو افسرانو و ساتنمنانو ته خبرو کې وویل؛ په در سپارل شویو مسوولیتونو کې غفلت ونه کړئ، خپلو ورځینیو چارو کې ځیرک او بیداره اوسئ او زندانیانو سره د خپلو نیکو اخلاقو په ښودولو داسې احساس ورکړئ چې هغوی ستاسو د ښو اخلاقو متاثره او داسې وروزل شي چې په راتلونکې کې ګټورو وګړو په څېر هېواد ته د خدمت جوګه شي.

همدارار، د مقام د فتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد نویو فارغ شویو افسرانو او ساتنمنانو ته په خبرو کې وویل څه مو چې دلته زده کړي دي په اخلاص او صداقت سره افغان ولس ته خدمت وکړي او ترلاسه کړو زده کړو څخه د خپلو ولایتونو په محبسونو کې په سمه توګه ګټه پورته کړئ.

داراز، ویناوالو د کورس ګډوانولو ته د فراغت د مبارکۍ وایلو ترڅنګ په خپلو خبرو کې وویل د ښوونکو له خوا کومې زده کړې چې درکول شوي هم یې خپله عملي کړي او هم یې د زندانونو په امنیتي برخه کې له نورو همکارانو سره په پوره امانتوالۍ شریک کړي څو مو خپل مسوولیتونه پروخت او ښه ډول ادا شي.

یاده غونډه، د زندانونو چارو د سمون ادارې د روزنیز او مسلکي کورس (۱۲۱) تنو ګډونوالو ته د فراغت د سند په توګه د تصدیق پاڼو په ورکړې او د خیر د دعا په کولو سره پایته ورسېده.

 

رمضان المبارک ۲۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د محابسو مسلکي روزنیز دوه میاشتني کورس څخه د مرکز کابل په ګډون د (۳۳) ولایتونو د زندانونو (۱۲۱) تنو افسرانو او ساتنمنانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له ښوونیز او روزنیز کورس څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو له ډلي (۱۲۱) تنو افسرانو او ساتنمنانو دوه میاشتې زده کړو په دوره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

ولایتي خبرونه ( بلخ، نورستان) د بلخ او نورستان ولایتونو د زندانونو (۲۶۶) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د بلخ او نورستان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

 پکتیا ولایت په مرکزي زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر تعلیمي دوره د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

یاده دوره چې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د شعبان میاشتې په پنځمه نېټه د محترم شیخ مولوي محمد ضابط "الحنفي" له لوري پیل شوې وه، د پای ته ورسېده

د پکتیا ولایت د زندان د مس. . .

BACK TO NEWS