د زندانونو چارو د سمون ادارې د ارشاد او دعوت رئیس او مل پلاوي یې د هرات ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۹:۳
هرات

د دغې ادارې د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله"صدیقي" په مشرۍ پلاوي چې د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات"، د نظامي ښوونې او روزنې د واحدې قوماندانۍ قوماندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او د پالېسۍ او مسلکي چارو د معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" یې هم ملتیا کوله د هرات ولایت د زندان له رئیس محترم الحاج ملا محمدنبي"خلیل" او د دې ولایت د توقیفخونو له مسوولینو سره ولیدل او د ترسره شویو فعالیتونو، پرمختګونو، لاسته راوړنو، ستونزو، نیمګړتیاوو او پر ځینو نورو اړوندو مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.
داراز، پلاوي په دې خبرو کې د پرمختګونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ د هغو پر غښتلتیا ټینګار او ورته یې سپارښتنه کړې، څو په خپلو منځونو کې ښه همغږي ولري، ورسپارل شوې چارې پرخپل وخت او ښه توګه ترسره، له بندیانو او توقیفیانو سره ښه سلوک، انساني او اسلامي حقونه یې پرځای، اسانتیاوې ورته برابرې او له ستونزو یې ځان خبر او سم دلاسه ورته رسېدنې تر څنګ یې په زندان او توقیفخونو کې د فعالیتونو د لا ښه والي لپاره یادو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په ورته وخت کې، پلاوي د نوموړي ولایت د زندان له زندانیانو سره هم له نږدې کتلي، هغوی ورته د خپلو غوښتنو یادونه کړې چې د پلاوي په مشرۍ محترم مولوي صدیقي له لوري د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې په موخه ډاډ ورکړل شو.
همدا شان، پلاوي د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز، د ښځینه محبس، مالي او اداري، مخابرې، صنعتي او یو شمېر نورو برخو څخه په جلا جلا توګه ارزونه وکړه او د هرې برخې مسوولینو څخه یې په اړوندو برخو کې د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته ورته لازمې لارښونې وکړې.

ربیع الثاني ۱۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS