د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې په خپله درویشتمه ناسته کې پر یو لړ مهمو حقوقي او مسلکي مسایلو بحث وکړ

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۴ - ۱۴:۳
کمیسیون

دغه ناسته چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ، د ادارې د نظامي چارو مرستیال لوی پاسوال محترم قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د اداري خدماتو رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار"، د عدلي او قضایي ارګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د نظامي چارو د واحدې قوماندانۍ قومندان مل پاسوال محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او د مرکزي برخو یو شمېر مسوولینو په ګډون جوړه شوه، چې په کې د مراجعینو لپاره د اسانتیاو برابرولو په تړاو د امیرالمومنین شیخ القرآن و الحدیث ملا هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان او د ښځینه زندانیانو د ستونزو او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه له حقوقي، تخنیکي او شرعي اړخه هراړخیزې خبرې اترې او مشورې وشوې.
دغه راز په دې ناسته کې پر یو شمېر اړوندو کاري مهمو مسایلو هم بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د یادونې وړ بولو چې د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې د رامنځته کېدو موخه، د یادې ادارې د جوړو شویو کړنلارو، لایحو او لارښودونو ارزونه او د نویو لارښودونو طرح کول او نورو ناڅرګندو مسایلو څېړل، تدقیق، بحث او د شریعت او قانون په رڼا کې پرېکړې کول  دي.

ذوالقعده ۲۵/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS