د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال د یادې ادارې د مرکزي برخو له نظامي مسوولینو سره د چارو د لا ښه والي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړله
په دې ناسته کې، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبداللطیف "سجاد"، د قرارګاه د امنیتي قطعې قوماندان محترم مل پاسوال مولوي سیدمحمد "مسلم"، د نظامي ښوونې او روزنې قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" او یو شمېر نورو امنیتي مسوولینو ګډون کړی و.
د ناستې په پېل کې، نظامي مرستیال د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پخواني عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" کړنې، هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او د ادارې په پرمختګ او چارو کې یې د نوموړي هڅې د قدر وړ وبللې.
د نظامي چارو مرستیال ډاډ ورکړ، چې په گډه به د تېر په څېر خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د شرعي اصولو په رڼا کې د نوي عمومي رئیس محترم مولوي عبد الکریم "جهادیار"اطاعت او ملاتړ وکړي، څو د ادارې د لا پرمختګ او چارو د ښه والي لپاره په ګډه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي.
همداراز، په دې ناسته کې زندانیانو ته د لا ښه امنیت ټینګښت، د سالم او خوندي چاپېریال برابرولو، د امنیتي تدابیرو پیاوړتیا او یو شمېر نورو مهمو امنیتي موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق، د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې د ښې همغږۍ، ګډو هڅو او اغېزناکو امنیتي تدابیرو په رامنځته کولو سره کولی شو د زندانونو او زندانیانو امنیت لا خوندي او د چارو د ښه ترسره کېدو لپاره مناسب شرایط برابر کړو.
په همدې حال کې، یو شمېر امنیتي مسوولینو د خپلو کاري کړنو، لاسته راوړنو او شته اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې د نظامي چارو مرستیال له لوري ورته د ستونزو او اړتیاوو د حل او رسېدنې ډاډ ورکړل شو.
په پای کې، ناسته د چارو د لا ښه تنظیم، امنیتي همغږۍ او د ادارې د موخو د تحقق لپاره د ګډو هڅو پر دوام پای ته ورسېده.
جمادي الاول ۲۹/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
