د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال د مرکزي برخو نظامي مسوولینو سره د چارو د لا ښوالي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۵:۲
نظاامی

په ياده ناسته کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم"طارق په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبدالطیف"سجاد"، د قرارګاه د امنيتي قطعې قوماندان محترم  مل پاسوال مولوي سید محمد "مسلم"، د نظامي ښوونې او روزنې قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" او یو شمېر نورو  امنیتي مسوولينو هم ګډون کړی وه، زندانیانو ته د لا ښه امنیت د ټینګښت، سالم او خوندي چاپېریال برابرولو سربېره په یو شمېر نورو  امنیتي مسایلو بحث او خبرې اترې وکړلې.

داراز، نظامي مرستیال خپلو خبرو په ترڅ کې وویل؛ د ښې همغږۍ او اغېزناکو امنیتي تدابیرو په رامنځته کولو سره کولی شو چې په ګډه د زندانونو او زندانیانو د امنیت د لا خونديتوب لپاره کار وکړو.

همداشان، په یاده ناسته کې يو شمېر امنيتي مسوولينو خپلو کاري کړنو او لاسته راوړنو او د ځينو اړتیاوو يادونه وکړله، چې د نظامي مرستیال له خوا ورته په یادو برخو کې د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

په پای کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم"طارق د امنيتي مسوولينو او پرسونل ترمنځ  د کارونو لا ښه پرمختګ، د پوره همغږۍ او همکارۍ پر زیاتولو ټینګار وکړ او اړوندو مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

 

جمادي الاول ۲۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۳:۴۴
Background image

دفتر صلیب سرخ درکابل، برای محبوسین  توقیف خانه های این ولایت  کمکهای زمستانی نمود

این مساعدتها که به سعی تلاش ریاست برنامه های اقتصادی و ستراتیژیک اداره تنظیم امورزندان ها جذب گردیده، شامل لوازم زمستانی، مواد بهداشتی و مواد حفظ الصحه میباشد.

به گفته مسئولان، این. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۵۹
Background image

"۸۲۲" تن زندانی از صنوف تعلیمی وتربیتی " حفظ قرانکریم، ناظره، سواد آموزی و حرفه " سند فراغت شانرا بدست آوردند

دراین محفل محترم مولوی عبدالکریم "جهادیار" رئیس عمومی اداره تنظیم امور زندان ها، محترم الحاج  قاری محمد بلال "فاتح" معاون پالیسی و مسلکی، محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" رئیس ارکان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۴:۴۲
Background image

دورۀ آموزشی تعلیمات و آموزش ترافیکی با هماهنگی ریاست امور کارکنان به پایان رسید

دورۀ آموزشی تعلیمات و آموزش ترافیکی برای کارمندان مربوط اداره تنظیم امور زندان‌ها، با هماهنگی ریاست امور کارکنان این اداره و همکاری ریاست عمومی ترافیک ولایت کابل با موفقیت به پایان رسید. . .

BACK TO NEWS