ولایتي خبرونه: (خوست، هرات، بغلان) د خوست ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ ترسره شوې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۱۱
ولایتی

دغه سیالۍ د نبي اکرم (صلی الله علیه وسلم) د سپېڅلي بشر کتاب تر عنوان لاندې په لاره اچول شوې او د یاد زندان (۱۸۹) تنو  زندانیانو په کې ګډون کړی و.

د نوموړي زندان امر محترم قاري سمیع الله "مجنون" په دغو مراسمو کې ګډونوالو ته وویل؛ چې  دا د هر مسلمان ځوان اسلامي او دیني دنده او وجیبه ده چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي او ګټه ترې واخلي.

هرات:

دفتر صلیب سرخ، برای زندانیان محبس ولایت هرات کمکهای زمستانی، مواد بهداشتی و حفظ الصحه توزیع نمود

در این محفل  محترم ملا شراف الدین "مخلص" رئیس زندان ولایت هرات ضمن قدردانی از مساعدت نهاد های کمک کننده گفت: اداره تنظیم امور زندان های امارت اسلامی افغانستان خود را مکلف به ایجاد فضای بهتر بودوباش برای زندانیان دانسته و همواره در این راستا با برنامه های متعدد تلاش های مثمر نموده است.

رئیس زندان ولایت هرات همچنان، از نهاد های کمک کننده  خواست که به منظور عرضه خدمات بیشتر برای زندانیان در بخشهای آموزش دینی، سواد آموزی، ورزشی و حرفه که اکنون در زندان های کشور فعال می باشد، مساعدت بیشتر نمایند.

گفته میشود، این مساعدت ها شامل لوازم زمستانی، مواد بهداشتی و مواد حفظ الصحه بوده که به اثر سعی وتلاش ریاست برنامه های اقتصادی و ستراتیژیک اداره تنظیم امور زندان ها تدارک یافته است.

بغلان:

د بغلان ولایت په زندان کې د پرسونل او  زندانیانو ترمنځ د واليبال دوستانه سیالۍ پای ته و رسېدې

دغه سیالۍ د دې ولایت د زندان په هڅو پیل شوې وې او درې ورځې یې دوام درلود، چې موخه یې د زندانيانو د ذهني سکون، سالمې او مثبتې بوختيا سربېره د اصلاح او روزنې د بهير د پياوړتيا په برخه کې يو مهم ګام وي.

 د نوموړي ولايت د زندان نظامي مدیر محترم مولوي عبد الکریم وويل، د دا ډول ورزشي برنامو تنظیمول د زندانيانو پر روحي او رواني روغتیا  مثبتې اغېزې لري او له زندانيانو سره د بيا ټولنيز کېدو او مثبت بدلون په برخه کې ډېره مرسته کوي.

 

جمادي الاول ۲۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۵:۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال د مرکزي برخو نظامي مسوولینو سره د چارو د لا ښوالي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړله

په ياده ناسته کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم"طارق په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۱۱
Background image

ولایتي خبرونه: (خوست، هرات، بغلان) د خوست ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ ترسره شوې

دغه سیالۍ د نبي اکرم (صلی الله علیه وسلم) د سپېڅلي بشر کتاب تر عنوان لاندې په لاره اچول شوې او د یاد زندان (۱۸۹) تنو  زندانیانو په کې ګډون کړی و.

د نوموړي زندان امر محترم قاري سمیع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مقام د لارښوونې له مخې، د کندز ولایت د زندان ریاست په کوربه‌توب، د کندز زون د زندانونو د مسؤلینو د همغږۍ مجلس ترسره شو.

په دغه مجلس کې د کندز ولایت د زندان رئیس محترم حاجي ملا نعمت‌الله "سراجي"، د بدخشان ولایت د زندان رئیس محترم ډاکټر درمحمد صفدر، د تخار ولایت د زندان آمر محترم قاري محمد انور بشیر او د. . .

BACK TO NEWS