د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس هلمند ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي سره ولیدل

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۱
والی

 

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" د هلمند والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین "منصور" سره د ولایت په مقام کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د هلمند د زندان او د ولایت په کچه د نورو توقیفخونو د عمومي وضعیت، اداري او تخنیکي چارو، شته ستونزو او د هغو د حل‌لارو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.

همداراز، د اړوندو ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، د زندانیانو د چارو د منظم تنظیم او د زندانونو د وضعیت د لا ښه والي په موخه د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو.

د هلمند والي الحاج مولوي امان‌الدین منصور د محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري هرکلی وکړ او د یادو موضوعاتو په برخه کې یې د ولایت مقام له لوري د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.

په پای کې، دواړو لورو د زندانونو او توقیفخونو د چارو د لا ښه تنظیم، د شته ستونزو د حل او د اړوندو چارو د پرمختګ لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

 

ربیع الثاني ۲۵/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس هلمند ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي سره ولیدل

 

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" د هلمند والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین "منصور" سره د ولایت په مقام کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د هلمند د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۵۱
Background image

د بلخ ولایت د زندان رئیس د سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو زندانونو څخه لیدنه او ارزونه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په هدایت د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" او مل پلاوي سرپل، فاریاب او جوزجان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هلمند ولایت له مرکزي زندانه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" تېره ورځ هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د زندان د رئیس محترم الحاج مولوي بهاؤالدین "عاطف" او یوشمېر مسوولینو سره یې وکتل او پر اړوندو یې مسا. . .

BACK TO NEWS