د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس هلمند ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي سره ولیدل

news_admin
Thu, Oct 08 2026 12:21 PM
والی

 

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" د هلمند والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین "منصور" سره د ولایت په مقام کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د هلمند د زندان او د ولایت په کچه د نورو توقیفخونو د عمومي وضعیت، اداري او تخنیکي چارو، شته ستونزو او د هغو د حل‌لارو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.

همداراز، د اړوندو ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، د زندانیانو د چارو د منظم تنظیم او د زندانونو د وضعیت د لا ښه والي په موخه د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو.

د هلمند والي الحاج مولوي امان‌الدین منصور د محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري هرکلی وکړ او د یادو موضوعاتو په برخه کې یې د ولایت مقام له لوري د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.

په پای کې، دواړو لورو د زندانونو او توقیفخونو د چارو د لا ښه تنظیم، د شته ستونزو د حل او د اړوندو چارو د پرمختګ لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

 

ربیع الثاني ۲۵/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS