د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رهبرۍ د مرکزي برخو نظامي مسوولینو سره د چارو د لا ښوالي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړله

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۴۴
FDF

په ياده ناسته کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په داسې حال کې چې د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم"طارق، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور"طیب"، د امنیتي قطعې د قرارګاه قوماندان محترم مولوي خالقداد "رحمت" او یو شمېر نورو  امنیتي مسوولينو هم ګډون کړی وه، زندانیانو ته د لا ښه امنیت د ټینګښت، سالم او خوندي چاپېریال برابرولو سربېره په یو شمېر نورو  امنیتي مسایلو بحث او خبرې اترې وکړلې.

داراز، محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: « د ښې همغږۍ او اغېزناکو امنیتي تدابیرو په رامنځته کولو سره کولی شو چې په ګډه د زندانونو او زندانیانو د امنیت د لا خونديتوب لپاره کار وکړو».

همداشان، په یاده ناسته کې يو شمېر امنيتي مسوولينو خپلو کاري کړنو او لاسته راوړنو او د ځينو اړتیاوو يادونه وکړله، چې د رهبرۍ له خوا ورته په یادو برخو کې د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

په پای کې، د زندانونو چارو  د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم"طارق" د امنيتي مسوولينو او پرسونل ترمنځ  د کارونو لا ښه پرمختګ، د پوره همغږۍ او همکارۍ پر زیاتولو ټینګار وکړ او اړوندو مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

 

ذوالحجه الحرام ۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو د عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۵۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د پوهنې وزارت د کابل ښار د پوهنې ریاست ترمنځ د دې ادارې ښوونیزو (دیني او عصړي) زده کړو مرکزونو ته د همکاریو جلب په موخه ناسته ترسره شوه

 

په یاده ناسته کې، دغې ادارې په استازیتوب د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم حافظ مولوي نظر محمد"ناصري"، د پوهنې وزارت په استازیتوب د کابل ښار د پوهنې رئیس محترم حافظ مولوي حسیب الله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رهبرۍ د مرکزي برخو نظامي مسوولینو سره د چارو د لا ښوالي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړله

په ياده ناسته کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په داسې حال کې چې د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم"طارق، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۱۷
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس په کابل کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له نوي رئیس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

په ناسته کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د اقتصادي برنامو. . .

BACK TO NEWS