د روژې مبارکې مياشتې په پار، د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ پيغام!

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۱۹
پیام

قَالَ اَللَّهُ تَبَارَكَ وَ تَعَالَى فِی الْقُرْآنِ‌کَرِیم:

أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيطَانِ الرَّجِيمِ

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ.

«صدق اللهُ العظيم»

 

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:

« مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»

«رواه البخاري»

 

ګرانو وطنوالو او د افغانستان مجاهد او دیندار ولسه!

السلام‌علیکم و رحمت‌الله و برکاته!

 

الله(ج) په پورته ذکر شوي ایت کې فرمایلي: «اى مؤمنانو! پر تاسې روژه فرض كړاى شوې ده، لكه څنګه چې له تاسو وړاندې د مخكینیو پیغمبرانو پر لارویانو فرض كړاى شوې وه، د دې لپاره چې په تاسې كې د پرهېزګارۍ صفت پيدا شي»

همداشان، په پورته یاد شوي مبارک حدیث کې د ابو هریره (رض) له قوله راغلي، چې رسول الله (ص) فرمایلي: «هر هغه څوک چې د ایماندارۍ له مخې او د ثواب په نیت روژه ونیسي، خدای(ج) به یې مخکیني ګناهونه وبخښي»

 

هوکې ګرانو وطنوالو!

د روژې مبارکه میاشت د قرانکریم د نزول په سبب له نورو میاشتو، ورځو، شپو، ساعتونو او له شېبو څخه ډېره غوره او بهتره ده.

په دې میاشت کې خدای تعالی (ج) ټول مسلمانان خپلې مېلمستیا، لطف او مهربانۍ ته بللي چې دوی ته د نفسونو پاکي او تزکیه په نصیب کېږي، حتی د روژه‌تي خوب هم د الله (ج) په عبادت کې حسابېږي.

په دې میاشت کې، وسمن مسلمانان د تندې او لوږې په منلو د بېوسو، او فقیرو مسلمانانو له حاله خبر او له هغوی سره د مرستې په کولو خپله دیني او اخلاقي دنده ترسره کوي.

نو ټولو مسلمانانو ته په کار ده، چې د دې مبارکې میاشتې په مبارکو ورځو او شپو کې د خپل نفس د معنوي ودې لپاره تقوا خپله، نفساني او شیطاني خواهشات کابو، خشوع او خضوع اختیار او په ډېر اخلاص سره د خدای(ج) له درباره د ځان لپاره بخښنه وغواړي.

هوکې محترمو مسلمانانو!

که له معنوي اړخه، د روژې مبارکه میاشت د انسان پر روح او روان مثبتې اغېزې لري، د طبابت علم یې هم د انسان د سلامتۍ او روغتیا لپاره ډېره ګټوره بولي.

داراز، پر هر مسلمان لازمه ده چې په دې میاشت کې د الله(ج) د عبادت ترڅنګ، د هغه د بنده ګانو خدمت وکړي او ځان له دنیوي او اخروي نېکبختۍ څخه برخمن کړي.

نو په همدې مناسبت د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري د افغانستان ټول مسلمان ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د دې له فضیلت، رحمت او مغفرت څخه ډکې میاشتې د رارسېدو له امله مبارکي وايي او د پاک خدای(ج) له درباره ټولو مسلمانانو ته د نفس د اصلاح او د بشپړ اطاعت هیله لري.

 

والسلام

مولوي محمد یوسف "مستري"

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS