د خوشې شویو بندي مجاهدینو د مشکلاتو د حل رئیس د عامې روغتیا وزارت له مسوولینو سره ولیدل
محترم ملا محمدنور "بلال شاهین" تېره ورځ کابل کې د هېواد د عامې روغتیا وزارت له مسولینو سره په دې لیدنده کې له نوموړو وغوښتل، څو د هغو خوشي شویو ناروغو بندي مجاهدینو چې په هېواد دننه یې درملنه ناشونې ده، بهر ته د لېږد او ښې درملنې لپاره زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې، د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو له خوا هم محترم بلال شاهین ته ډاډ ورکړل شو چې دې غوښتنې ته د رسېدنې په موخه به د دې وزارت له نورو مسوولینو او مشرانو سره خبرې وکړي او ډېر ژر به یې پایلې ورسره شریکې کړي.
ذوالحجه ۲۴/ ۱۴۴۴
د مقام د د فتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت