د خوست ولایت په زندان کې د «فکري بدلون» تر سرلیک لاندې د والیبال دوستانه سیالۍ د دلپوري لوبډلې په اتلوالی سره پای ته ورسېدې
د خوست ولایت په زندان کې د (فکري بدلون) تر سرلیک لاندې د والیبال سیالۍ، چې(۲۵) لوبډلو په کې ګډون کړی و، د دلپوري لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د یاد ولایت د زندان رئیس محترم مولوي ذبیح الله"طلحه"، د خوست ولایت د بېلا بېلو دولتي ادارو او د زندان مسوولینو هم ګډون کړی و.
د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" د زندانیانو لپاره د ورزشي پروګرامونو ارزښت ته په اشارې وویل، دا ډول سیالۍ د سالمې سیالۍ، فکري بدلون، مثبتو فعالیتونو او د اصلاح او بیا روزنې د بهیر د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.
د مراسمو په پای کې، د سیالیو اتلې د لپوري لوبډله په ستاینلیکونو او ډالیو ونازول شوه او له ګډونوالو لوبډلو څخه د هغوی د فعال ګډون له امله مننه وکړله.
صفر المظفر۱۵/۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
