د خوست ولایت په زندان کې د «فکري بدلون» تر سرلیک لاندې د والیبال دوستانه سیالۍ د دلپوري لوبډلې په اتلوالی سره پای ته ورسېدې

news_admin
Thu, Jul 30 2026 10:22 AM
خوست

د خوست ولایت په زندان کې د (فکري بدلون) تر سرلیک لاندې د والیبال سیالۍ، چې(۲۵) لوبډلو په کې ګډون کړی و، د دلپوري لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د یاد ولایت د زندان رئیس محترم مولوي ذبیح الله"طلحه"، د خوست ولایت د بېلا بېلو دولتي ادارو او د زندان مسوولینو هم  ګډون کړی و.

د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"  د زندانیانو لپاره د ورزشي پروګرامونو ارزښت ته په اشارې وویل، دا ډول سیالۍ د سالمې سیالۍ، فکري بدلون، مثبتو فعالیتونو او د اصلاح او بیا روزنې د بهیر د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.

د مراسمو په پای کې، د سیالیو اتلې د لپوري لوبډله په ستاینلیکونو او ډالیو ونازول شوه او له ګډونوالو لوبډلو څخه د هغوی د فعال ګډون له امله مننه وکړله.

 

صفر المظفر۱۵/۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS