د بلخ ولایت د زندان (۱۶۳) تنه نظامي پرسونل له یومیاشتیني ښوونیز او مسلکي کورس څخه فارغ شول

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۵ - ۱۴:۶
بلخ

په یاد کورس کې، چې د دې زندان افسرانو، ساتنمنانو او ساتونکو برخه اخیستې وه، د عسکري زده کړو اوصولنامې، اخلاقي مقرراتو، تلاشۍ مهارتونو، د بیړنیو پېښو پر وړاندې چمتوالی، د زندانیانو موجودي، د لومړنیو روغتیایي مرستو، پولیسي تکتیکونو، د زندانیانو د بلوا او شورش د کابو کولو، د زندانیانو د انساني او شرعي حقونو رعایتولو او د نظامي نظم او ډېسپلین په پام کې نیولو اړوند لازمې مسلکي زده کړې او روزنې ورکول شوې.  

د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم حافظ عبدالرحمن "همت" په همدې اړه د جوړشویو مراسمو په ترڅ کې یاد ښوونیز او مسلکي کورس د زندان د پرسونل لپاره د مهارت او پوهې په لوړولو کې مهم وباله او له نوموړو افسرانو، ساتنمنانو او ساتونکو څخه یې وغوښتل، چې ورکړل شویو زده کړو څخه په راتلونکې کې ښه ګټه پورته کړي، څو هم الله (ج) او هم د هغه بندهګان ترې راځي شي.

همدا راز، یاد مراسیم د نوموړي کورس ۵۲ افسرانو، ۳۸ ساتنمنانو او ۷۳ ساتونکو د فراغت د سندونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.

 

ذوالحجه ۸/ ۱۴۴۴

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS