د بادغیس والي او مل پلاوي يې د دې ولایت له مرکزي زندانه لیدنه وکړه
د بادغیس ولایت والي محترم ملا عبدالصمد"جاوېد" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي زندان له امر محترم ملا سید باران "عدالتي" او نورو مسوولینو سره ولیدل او پر یو لړ اړوندو موضوعګانو یې خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د بادغیس ولایت له زندانیانو سره هم وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې او تر خپلې وسې او ولایتي کچې یې د زندان له مسوولینو سره د دوی د غوښتنو د رسېدنې په موخه د همکارۍ ډاډ ورکړ.
صفر المظفر۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت