د میدان وردګ ولایت په زندان کې د کارکوونکو او زندانیانو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۹

دغه سیالۍ، د یاد زندان د مسوولینو په هڅو د زندان ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو لوبډلو ترمنځ (۱۲) لوبډلو برخه اخیستې وه او درې اونۍ یې دوام درلود چې په پایله کې د (زینت الله) او (انجینیر حشمت الله) لوبډلو ترمڼځ لوبې ترسره شوې او په نتیجه کې د (زینت الله) لوبډلې د اتلوالۍ په ګټلو سره پای ته ورسېده.

د یاد ولايت د زندان امر محترم قاري محمد هاشم "حقاني" په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د دې زندان د زندانیانو او پرسونل د لوبېدلو له امله د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، د سیالۍ ټولو ګډونوالو لوبډلو په یوې دوستانه فضا کې له یو بل سره ورزشي مبارزه او سیالي وکړله.

هغه زیاته کړله، د دا  ډول ورزشي برنامو تنظیمول که له یوې خوا د زندانيانو پر روحي او فزیکي روغتیا ښې اغېزې لري او  د  هغوی لپاره د سالمې تفرېح او خوښۍ فضا رامنځته کوي له بلې خوا یې له زندانه تر ازادېدو وروسته ټولنې سره د بيا مثبتې یوځای کېدو لپاره ډېره مرسته کوي.

د مراسمو په پای کې، د مسوولینو له خوا د هڅونې په موخه د نوموړي ټورنمنټ د لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته د سیالۍ کپ او د نورو لوبډلو له لوبغاړو سره یو ځای ورته مډالونه او ستاینلکونه ورکړل شول.

 

ربیع الثاني ۱۶/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۱۴
Background image

د ننګرهار ولایت زندان کې د ظرفیت لوړونې لس ورځنی سمینار پای ته ورسېد

د ننګرهار زندان د ښوونې او روزنې آمریت له لوري د نظامي منسوبینو لپاره جوړ شوی لس ورځنی د ظرفیت لوړونې په موخه سمینار پای ته ورسېد.

په دغه سیمینار کې ګډونوالو ته د دیني، اداري او نظامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۲۶
Background image

د څرخي پله مرکزي زندان د شپږم بلاک لپاره نوی قوماندان وټاکل شو

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د څرخي پله مرکزي زندان امنیتي مرستیال ملا محمد عالم "معتصم"او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم قاري شمس الحق "امجد" د نوموړي زندان د شپږم بلاک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۵۲
Background image

د میدان وردګو ولایت په زندان کې د اوبو رسونې حیاتي شبکه پرانیستل شوه

د نوموړي زندان د امر محترم قاري محمد هاشم "حقاني" په خبره، د دې شبکې په جوړېدو سره به د یاد زندان د منسوبینو او زندانیانو د څښاک او نورو ورځنیو اړتیاوو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو. . .

BACK TO NEWS