د څرخي پله مرکزي زندان د شپږم بلاک لپاره نوی قوماندان وټاکل شو
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د څرخي پله مرکزي زندان امنیتي مرستیال ملا محمد عالم "معتصم"او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم قاري شمس الحق "امجد" د نوموړي زندان د شپږم بلاک قوماندان په توګه پرسونل ته معرفي کړ.
داراز، د څرخي پله مرکزي زندان امنیتی مرستیال په خپلو خبرو کې زیاته کړله، په ادارو کې تغییر او تبدیل د نظام یو مهم اصل دی او د چارو د لاپیاوړتیا په موخه ترسره کیږي.
او د زندان له پرسونل څخه یې وغوښتل چې له نوي قوماندان سره د کار په برخه کې بشپړه همکاري او همغږي ولري.
په پای کې، محترم قاري شمس الحق "امجد"ژمنه وکړله، چې دغه دروند مسوولیت به په ریښتینولۍ او امانتدارۍ ترسره او د خپلو مشرانو لارښوونې به په بشپړ ډول عملي کوي او د زندان چارو د لا ښه والي لپاره به هڅې روانې وساتي.
ربیع الثاني ۸/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
