د میدان وردګ ولایت په زندان کې د کارکوونکو او زندانیانو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې

news_admin
Tue, Sep 29 2026 2:09 PM

دغه سیالۍ، د یاد زندان د مسوولینو په هڅو د زندان ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو لوبډلو ترمنځ (۱۲) لوبډلو برخه اخیستې وه او درې اونۍ یې دوام درلود چې په پایله کې د (زینت الله) او (انجینیر حشمت الله) لوبډلو ترمڼځ لوبې ترسره شوې او په نتیجه کې د (زینت الله) لوبډلې د اتلوالۍ په ګټلو سره پای ته ورسېده.

د یاد ولايت د زندان امر محترم قاري محمد هاشم "حقاني" په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د دې زندان د زندانیانو او پرسونل د لوبېدلو له امله د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، د سیالۍ ټولو ګډونوالو لوبډلو په یوې دوستانه فضا کې له یو بل سره ورزشي مبارزه او سیالي وکړله.

هغه زیاته کړله، د دا  ډول ورزشي برنامو تنظیمول که له یوې خوا د زندانيانو پر روحي او فزیکي روغتیا ښې اغېزې لري او  د  هغوی لپاره د سالمې تفرېح او خوښۍ فضا رامنځته کوي له بلې خوا یې له زندانه تر ازادېدو وروسته ټولنې سره د بيا مثبتې یوځای کېدو لپاره ډېره مرسته کوي.

د مراسمو په پای کې، د مسوولینو له خوا د هڅونې په موخه د نوموړي ټورنمنټ د لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته د سیالۍ کپ او د نورو لوبډلو له لوبغاړو سره یو ځای ورته مډالونه او ستاینلکونه ورکړل شول.

 

ربیع الثاني ۱۶/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS