د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس او مل پلاوي یې د پکتیا ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۱۴:۱
پکتیا

د محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د څار او ارزونې رئیس محترم مولوي عبدالشکور "طیب" او یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون یوه پلاوي، وړمه ورځ له یاد زندانه د لیدنې په ترڅ کې یې د زندان د مسوولینو له خوا د ترسره شويو فعالیتونو او د زندانیانو ځینو روا غوښتنو او ستونزو ته د رسېدنې په اړه غور او خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د یاد زندان اداري، روغتیايي، امنیتي، ښوونیزې، روزنیزې او نورې خدماتي چارې له نږدې وارزولې او د لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د دغې ادارې عمومي رئیس او د یاد پلاوي مشر محترم مولوي محمد یوسف "مستري" وايي: « په ټوله کې مو د یادو موضوعګانو ترڅنګ، د پکتیا ولایت د زندان مسوولینو ته د بندیانو د محاکماتي چارو پر چټکتيا ټینګار او د بندیانو ستونزو ته مو د پروخت رسېدنې په اړه لارښوونې وکړې».
مداشان، د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو هم پلاوي سره، دوی ته د سپارل شویو کارونو د ښه پرمختګ، د زندانیانو د انساني او شرعي حقوقو رعایتولو او د ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو له لارې د هغوی د اصلاح کېدو اړوند خپل فعالیتونه، نظرونه او پلانونه شریک کړل، چې د پلاوي له خوا وستایل شول.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل هڅه کوي، څو د هېواد د مرکز او ولایتونو د ازادۍ سلب مرکزونو له وضعیت څخه ځان خبر او د شتو امکاناتو پرمټ یې ستونزو ته رسېدنه او په چارو کې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

ربېع الثاني ۴/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS