ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا وړ ژمنیو توکو مرسته کړې ده، چې موخه یې د زندانیانو د روغتیا ساتنې او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په برخه کې مرسته کول دي.
د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دې مرسته کې کمپلې، جرابې، د کالیو مینځلو پوډر، صابون، د غاښونو کریم او برسونه، همدارنګه د ژمي په موسم کې د زندانیانو د اړتیا وړ نور توکي شامل دي.
یاده مرسته، د زندانیانو د حفظ الصحې د وضعیت ښهوالي، پاکوالي د اړتیاوو پوره کولو او د ژمي په سړه هوا کې د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د تأمین په برخه کې ارزښتناکه بلل کېږي.
د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمالالدین "زاهد" د سره صلیب له نړۍوالې کمېټې څخه د مننې ترڅنګ، یاده مرسته د زندانیانو د روغتیایي او معیشتي اړتیاوو په پوره کولو کې مهمه وبلله.
نوموړي د بشري مرستو او روغتیایي خدمتونو په برخه کې د یادې کمېټې د همکارۍ قدرداني وکړله او له نورو خیریه بنسټونو او مرستندویه ادارو یې هم وغوښتل، چې د زندانیانو د اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د روغتیا ساتنې په موخه ورته مرستې او همکارۍ ترسره کړي.
باید یادونه وکړو، چې د زندانیانو لپاره د روغتیایي او حفظ الصحې توکو برابرول د هغوی د شخصي پاکوالي، روغتیا ساتنې او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهم دي، په همدې موخه د مرستندویه بنسټونو همکاري کولی شي د زندانونو د روغتیایي او معیشتي وضعیت په ښهوالي کې اغېزمن رول ولوبوي.
کندهار:
د کندهار ولایت په زندان کې د پاکو اوبو د برابرولو لپاره درې د تصفیې ماشینونه ولګول شول
د کندهار زندان ریاست په هڅو، د بندیانو او کارکوونکو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو او د روغتیا ساتنې په موخه، په دغه زندان کې د اوبو د تصفیې درې ماشینونه لګول شوي دي.
د معلوماتو له مخې، له دغو ماشینونو څخه یو یې په ساعت کې د (۱۲۰۰) لېټرو او دوو نورو هر یو یې په ساعت کې د ۱۵۰ لېټرو اوبو د تصفیې ظرفیت لري.
د یادو ماشینونو په نصبولو سره به د کندهار زندان بندیان او کارکوونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
د یاد زندان د روغتون مسوول وایي، د پاکو اوبو برابرول به د زندانیانو د روغتیا ساتنې په برخه کې مهم رول ولوبوي او د پښتورګو او د ځینو ناروغیو د کمېدو لامل به شي.
بلخوا، د کندهار زندان یو شمېر زندانیانو د زندان له رهبرۍ مننه کړې او ویلي یې دي چې د هغوی د روغتیا ساتنې او د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره د دغه ډول اسانتیاوو برابرول اړین دي.
کونړ:
د کونو ولایت په زندان کې (۵)تنو ښځینه بندیانو د قرانکریم د ناظرې او تفسیر دورې بشپړې کړې
د نوموړي ولایت د زندان په اناثیه بلاک کې درېیو ښځینه بندیانو د قرانکریم د ناظرې ختم او دوو نورو د قرانکریم د تفسیر دوره په بریالیتوب سره بشپړه کړې ده.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، د قرانکریم د عظمت او فضیلت، د دیني زدهکړو د اهمیت او د طالب العلم د مقام په اړه خبرې وکړې او د قرانکریم پر زدهکړې، تلاوت او د احکامو پر عملي کولو ټینګار وکړ.
د دغه ولایت د زندان آمر محترم الحاج ملا محمد نور "بلال شاهین" دیني زدهکړې د بندیانو د اصلاح او روزنې لپاره اړینې وبللې او د هغوی لپاره یې د دیني او اصلاحي پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د زندانونو په دننه کې د دیني او تعلیمي پروګرامونو جوړول د زندانیانو په روزنه، اصلاح او د اسلامي ارزښتونو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
پکتیا:
د پکتیا ولایت د زندان رئیس د نوموړي ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ارزونه وکړله
د یاد ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په مشرۍ یو پلاوي د دغه ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه او ارزونه کړې ده.
د دې لیدنې پر مهال، د توقیفخونې عمومي وضعیت، د توقیفیانو د ساتنې شرایط او د اړوندو چارو د بهیر ارزونه شوې ده.
د پکتیا ولایت د زندان ریاست د دغسې ارزونو له لارې هڅه کوي چې د توقیفخونو چارې وڅاري او د اصولو او مقرراتو د پلي کېدو ډاډ ترلاسه کړي.
جمادي الاول ۱۴/ ۲۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
