د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ شورا غونډه کې پر ځینو اړینو مسایلو خبرې اترې او مشورې وشوې

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۱۷
رهبری

دغه غونډه، چې نن(چهارشنبې) د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د نظامي چارو  مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق"، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"او د ادارې د مرکزي برخو یو شمېر رئیسانو او مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، زندانیانو د اوسېدو ځایونو، روغتیا، د ښوونې او بیا روزنې او هغوی ته لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په هکله خبرې اترې وکړې او د شرعي اوصولو او تقنیني اسنادو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.

داراز، په یاده غونډه کې يو شمېر رئیسانو د چارو ښه والي لپاره خپل نظرونه، مشورې او وړاندیزونه د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له رهبرۍ سره شریک کړل، چې د رهبرۍ محترم مقام يې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

 

ربیع الاول۱۲/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما دفتر له استازې سره ناسته ترسره کړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري"په داسې حال کې، چې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د دې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۳:۴۹
Background image

ولایتي خبرونه: (غزني، ننګرهار، میدان وردګ) د غزني ولایت د زندان څخه (۲۲۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

یاد شمېر زندانیان د زمري (اسد) ۲۴مې د فتحې ورځې په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) په هدایت او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

ولایتي خبرونه ( فراه، بادغیس، جوزجان، کونړ، ) فراه، بادغیس، جوزجان او کونړ ولایتونو د زندانونو څخه (۴۸۲) تنه نارینه او ښځینه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

 

دغه زندانیان د زمري (اسد) ۲۴مې د فتحې ورځې په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) په هدایت او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام. . .

BACK TO NEWS