د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما دفتر له استازې سره ناسته ترسره کړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۸
یونما

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري"په داسې حال کې، چې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د دې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او یو شمېر مسوولینو هم شتون درلود، افغانستان لپاره د یوناما د بشري حقونو څانګې له مشرې میرمن فیونا فریزر او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې، دواړو لورو د زندانیانو د وضعیت، هغوی د حقونو خوندیتوب، اصلاح او روزنیزو پروګرامونو او نړیوالو همکاریو د دوام په اړه خبرې اترې وکړې.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" د مېرمن فیونا فریزر په مشرۍ پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل: « سره د دې چې د یوناما د دفتر او نور مرستندویه همکار بنسټونه د زندانونو چارو د تنظیم ادارې اړوند د مرکز او ولایتونو زندانونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري لري، خو موږ هیله لرو چې د مرستو دا لړۍ لا نوره هم وغځېږي او دوام ومومي».

همداراز، میرمن فیونا فریزر زندانیانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی حقونو په خوندي کولو کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې یوناما به د تیر په څیر نوموړې ادارې سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

 

 

ربیع الاول ۱۵/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما دفتر له استازې سره ناسته ترسره کړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري"په داسې حال کې، چې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د دې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۳:۴۹
Background image

ولایتي خبرونه: (غزني، ننګرهار، میدان وردګ) د غزني ولایت د زندان څخه (۲۲۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

یاد شمېر زندانیان د زمري (اسد) ۲۴مې د فتحې ورځې په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) په هدایت او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

ولایتي خبرونه ( فراه، بادغیس، جوزجان، کونړ، ) فراه، بادغیس، جوزجان او کونړ ولایتونو د زندانونو څخه (۴۸۲) تنه نارینه او ښځینه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

 

دغه زندانیان د زمري (اسد) ۲۴مې د فتحې ورځې په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) په هدایت او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام. . .

BACK TO NEWS