د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ شورا غونډه کې پر ځینو اړینو مسایلو خبرې اترې او مشورې وشوې
دغه غونډه، چې نن(چهارشنبې) د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د نظامي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق"، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"او د ادارې د مرکزي برخو یو شمېر رئیسانو او مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، زندانیانو د اوسېدو ځایونو، روغتیا، د ښوونې او بیا روزنې او هغوی ته لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په هکله خبرې اترې وکړې او د شرعي اوصولو او تقنیني اسنادو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.
داراز، په یاده غونډه کې يو شمېر رئیسانو د چارو ښه والي لپاره خپل نظرونه، مشورې او وړاندیزونه د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له رهبرۍ سره شریک کړل، چې د رهبرۍ محترم مقام يې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
ربیع الاول۱۲/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
