ولایتي خبرونه: (ننګرهار، هرات، سرپل، جوزجان) د ننګرهار ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د دره نور ولسوالۍ د توقیفخونې څخه لیدنه وکړله

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۵۵
ولایتی

په دې لیدنه کې، د یاد زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" د نوموړې توقیفخونې اداري بهیر، اعاشوي چارې او د توقیفي بندیانو حالت له نږدې وڅېړه او د یادې توقیفخونې مسوولینو، د اړوند اداري کړنو او اعاشوي وضعیت په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل چې نوموړي پلاوي د توقیفخونې له عمومي وضعیت څخه خوښي څرګنده کړله او د چارو د لا ښه تنظیم او اغېزمنتیا په موخه یې اړینې سپارښتنې وکړلې.

هرات:

د هرات ولایت د زندان په انګړ کې د زرغونتیا او چاپېریال ساتنې په موخه په سلګونه مثمر او غیر مثمر نیالګي ګېښودل شول

د یاد زندان رئیس محترم مولوي شراف الدین "مخلص"په وینا؛ د نیالګیو کېنول نه یوازې د چاپېریال ساتنې او ښکلا لپاره اړین دي، بلکې زندانیانو ته د طبیعت سره د مینې او مسوولیت احساس هم پیاوړی کوي.

سرپل او جوزجان:

د سرپل او جوزجان ولایتونو له زندانونو سره د اکتید موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د اکتید موسسې له لورې د یادو زندانونو له ښځینه زندانیانو او محجوزینو سره د شامپو، صابون، ځان پاک، د غاښونو برس او کریمونه او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، چې د نوموړو زندانونو پر محبوسینو او محجوزینو باندې د یادو  ادارو د مسوولینو په حضور کې ووېشل شوه.

 

رمضان المبارک ۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۳۳
Background image

ولایتي خبرونه ( کونړ، پنجشېر، پروان) کونړ او پنجشېر ولایتونو په زندانونو کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم)  سیالۍ پای ته ورسېدې

د یادو ولایتنو د زندانونو مسوولینو په وینا، د نوموړو ولایتونو د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) سیالۍ چې د یادو زندانونو د مسوولینو له لورې څو ورځې وړاندې پیل شوې وې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۱۱
Background image

له دې وروسته به کاسب محبوسین او محجوزین اړوندو مراجعو ته وروپېژندل شي

د ا.ا.ا. د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د زندانونو چارو د سمون ادارې د مسوولینو ترمنځ تېره ورځ کابل کې (په زندانونو کې د فني او حرفوي زده کړو خدمتونو وړاندې کولو) تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۵
Background image

ولايتی خبر:(جوزجان) د جوزجان ولایت د زندان له زندانیانو او توقیفیانو سره  د یاد ولایت والي له لورې د یوې اندازې خرما مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې په همکارۍ د نوموړي زندان د مسوولینو په هڅو او د دې ولایت والي محترم مولوي  عبدالله "سرحدي" له لورې د یاد زندان له زندانیانو سره د ۵۰ کارتنو خرما مرسته وشوه

. . .

BACK TO NEWS