ولایتي خبرونه: (ننګرهار، هرات، سرپل، جوزجان) د ننګرهار ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د دره نور ولسوالۍ د توقیفخونې څخه لیدنه وکړله

news_admin
Thu, Feb 26 2026 9:55 AM
ولایتی

په دې لیدنه کې، د یاد زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" د نوموړې توقیفخونې اداري بهیر، اعاشوي چارې او د توقیفي بندیانو حالت له نږدې وڅېړه او د یادې توقیفخونې مسوولینو، د اړوند اداري کړنو او اعاشوي وضعیت په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل چې نوموړي پلاوي د توقیفخونې له عمومي وضعیت څخه خوښي څرګنده کړله او د چارو د لا ښه تنظیم او اغېزمنتیا په موخه یې اړینې سپارښتنې وکړلې.

هرات:

د هرات ولایت د زندان په انګړ کې د زرغونتیا او چاپېریال ساتنې په موخه په سلګونه مثمر او غیر مثمر نیالګي ګېښودل شول

د یاد زندان رئیس محترم مولوي شراف الدین "مخلص"په وینا؛ د نیالګیو کېنول نه یوازې د چاپېریال ساتنې او ښکلا لپاره اړین دي، بلکې زندانیانو ته د طبیعت سره د مینې او مسوولیت احساس هم پیاوړی کوي.

سرپل او جوزجان:

د سرپل او جوزجان ولایتونو له زندانونو سره د اکتید موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د اکتید موسسې له لورې د یادو زندانونو له ښځینه زندانیانو او محجوزینو سره د شامپو، صابون، ځان پاک، د غاښونو برس او کریمونه او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، چې د نوموړو زندانونو پر محبوسینو او محجوزینو باندې د یادو  ادارو د مسوولینو په حضور کې ووېشل شوه.

 

رمضان المبارک ۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS