پکتیکا کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د فرشونو او حفظ‌الصحې توکو مرسته وشوه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
پکتیا

د پکتیکا ولایت د کلیو د پراختیا ریاست له لوري د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د فرشونو او حفظ‌الصحې د اړینو توکو مرسته وشوه.

د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله صلاح الدین د یاد ریاست له دې مرستې مننه کړې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د اړتیاوو د پوره کولو په موخه یې د نورو بنسټونو له مسوولینو هم غوښتنه کړې، چې له یاد مرکز سره ورته مرستې وکړي.

نوموړي د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو د اړتیاوو پوره کول مهم بللي او د مرستندویه بنسټونو همکاري یې د ماشومانو د ښه وضعیت، حفظ‌الصحې او هوساینې په برخه کې اغېزمنه ګڼلې ده.

 

جمادي الاول ۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

پکتیکا کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د فرشونو او حفظ‌الصحې توکو مرسته وشوه

د پکتیکا ولایت د کلیو د پراختیا ریاست له لوري د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د فرشونو او حفظ‌الصحې د اړینو توکو مرسته وشوه.

د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۵
Background image

د لوګر ولایت په زندان کې لسګونه تنه ښځینه او نارینه زندانیان د قرآن کریم د حفظ او ناظرې له زده‌کړو فارغ شول

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح"، د یادې ادارې د مقام د دفتر رئیس قاري رحمت الله "ګلزاد"، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۱۷
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو تخار ولایت ته سفر وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"په داسې حال کې، چې د یادې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبداللطیف "سجاد"، د بغلان د زندان امر. . .

BACK TO NEWS