پکتیکا کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د فرشونو او حفظ‌الصحې توکو مرسته وشوه

news_admin
Tue, Oct 13 2026 2:16 PM
پکتیا

د پکتیکا ولایت د کلیو د پراختیا ریاست له لوري د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د فرشونو او حفظ‌الصحې د اړینو توکو مرسته وشوه.

د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله صلاح الدین د یاد ریاست له دې مرستې مننه کړې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د اړتیاوو د پوره کولو په موخه یې د نورو بنسټونو له مسوولینو هم غوښتنه کړې، چې له یاد مرکز سره ورته مرستې وکړي.

نوموړي د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو د اړتیاوو پوره کول مهم بللي او د مرستندویه بنسټونو همکاري یې د ماشومانو د ښه وضعیت، حفظ‌الصحې او هوساینې په برخه کې اغېزمنه ګڼلې ده.

 

جمادي الاول ۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS