ولایتي خبرونه (پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر) د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د زندانونو د مسوولینو ترمنځ د چارو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او اغېزمنتیا په موخه ګډه غونډه ترسره شوه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۵۶
ولایتی

په دې غونډه کې د یادو ولایتونو د زندانونو مسوولینو ګډون کړی چې په کې د زندانونو د اداري، امنیتي او خدماتي چارو د لا ښه تنظیم، د شته ستونزو د حل، د کاري تجربو د شریکولو او د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.

داراز، ویناوالو د ولایتي زندانونو ترمنځ همغږي د چارو د بریالي پرمختګ لپاره اړینه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د ګډو ناستو له لارې نه یوازې کاري بهیر لا منظمېږي، بلکې د ستونزو د حل لپاره هم اغېزمنې لارې چارې موندل کېږي.

همداراز، په غونډه کې د زندانیانو د اصلاح او بیا ادغام پروګرامونو د لا ښه تطبیق، د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا او د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په اړه هم لازمې لارښوونې وشوې.

 

د یو بل خبر له مخې، د لوګر ولایت د زندان نظامي مسوولینو او پرسونل د مسلکي وړتیاوو د لوړونې او کاري ظرفیت د پیاوړتیا په موخه دوه ورځنی روزنیز سمینار پیل شو.

دغه سمینار چې موخه یې د نظامي پرسونل د مسلکي مهارتونو لوړول، د امنیتي چارو لا ښه تنظیم، د کاري چارو اغېزمنتیا او د عصري مدیریتي اصولو سره د هغوی بلدتیا ده، د اړوندو مسوولینو، افسرانو او سرتېرو په ګډون پرانیستل شو.

ددې ولایت د زندان مسوولینو، د ظرفیت لوړونې پروګرامونه د ادارو د پرمختګ او د بشري سرچینو د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل او ټینګار یې وکړ، چې دا ډول روزنیز سمینارونه د پرسونل د مسلکي ودې، غوره خدمتونو وړاندې کولو او د کاري موثریت د زیاتوالي لپاره ارزښتناک رول لري.

ټاکل شوې ده، چې په دې دوه ورځني سمینار کې ګډونوالو ته د امنیتي مدیریت، مسلکي چلند، اداري اصولو، د زندانونو د ساتنې معیاري کړنلارې او د اضطراري حالاتو د مدیریت اړوند بېلابېل موضوعات وړاندې شي.

د زندانونو چارو د سمون اداره ژمنه ده، چې د خپلو منسوبینو د ظرفیت لوړونې، مسلکي ودې او اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو په موخه به ورته روزنیز پروګرامونه دوامداره توګه ترسره کوي.

 

ذوالقعده ۱۳/ ۱۴۴۷

د مقام د  دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۵۶
Background image

ولایتي خبرونه (پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر) د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د زندانونو د مسوولینو ترمنځ د چارو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او اغېزمنتیا په موخه ګډه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د یادو ولایتونو د زندانونو مسوولینو ګډون کړی چې په کې د زندانونو د اداري، امنیتي او خدماتي چارو د لا ښه تنظیم، د شته ستونزو د حل، د کاري تجربو د شریکولو او د همغږۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د هرات ولایت د زندان نظامي مسوولینو او پرسونل لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه (۲) ورځنی سمینار پېل شو

د دې زندان مسوولینو وویل؛ هڅه کوي، چې د یاد زندان نظامي مسوولینو او  پرسونل په مسلکي توګه وروزي، څو چارو او ستونزو ته پر وخت او ښه توګه رسیدنه وشي.

همداراز، د زندان مسوولینو د سمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۳
Background image

 د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس مشرۍ پلاوي سره په ګډه ناسته کې د دې ادارې د عوایدو د زیاتوالي، شته فرصتونو د اغېزمنې استفادې او د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په اړه هر اړخیز بحث وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري"، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي. . .

BACK TO NEWS