د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس مشرۍ پلاوي سره په ګډه ناسته کې د دې ادارې د عوایدو د زیاتوالي، شته فرصتونو د اغېزمنې استفادې او د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په اړه هر اړخیز بحث وکړ

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۳
رییس عمومی

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري"، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرخون"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبید الله "اخلاص"، د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس محترم امان الله "حمید" په مشرۍ پلاوي سره په ګډه ناسته کې، د ادارې د عوایدو د سرچینو پر پراختیا، د عوایدو د راټولولو د بهیر پر شفافیت او د خدمتونو د کیفیت پر لوړولو ټینګار وکړ.

محترم مولوي محمد یوسف مستري زیاته کړله، چې د عوایدو د فرصتونو سم مدیریت نه یوازې د ادارې مالي پیاوړتیا تضمینوي، بلکي د اصلاحاتو د پروګرامونو په ښه تطبیق او د خدمتونو په معیاري کولو کې هم مهم رول لري.

همدارنګه، د مالیې وزارت د عوایدو لوئ ریاست مسوولینو د عوایدو د تنظیم، حساب ورکوني او د قانوني میکانیزمونو د پلي کېدو په برخه کې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او  د زندانونو چارو د سمون ادارې له هڅو ملاتړ څرګند او د عوایدو د لا ښه مدیریت او پراختیا لپاره یې د هر اړخیزي همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ناستې په پای کې، دواړو لوریو د عوایدو د فرصتونو د لا ښه استفادې، د عوایدو د راټولولو د بهیر د معیاري کولو او د خدماتو د کیفیت د لوړولو لپاره پر دوامداره همغږۍ او ګډ کار ټینګار وکړ.

 

ذوالقعده ۱۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS