ولایتي خبرونه (پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر) د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د زندانونو د مسوولینو ترمنځ د چارو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او اغېزمنتیا په موخه ګډه غونډه ترسره شوه
په دې غونډه کې د یادو ولایتونو د زندانونو مسوولینو ګډون کړی چې په کې د زندانونو د اداري، امنیتي او خدماتي چارو د لا ښه تنظیم، د شته ستونزو د حل، د کاري تجربو د شریکولو او د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.
داراز، ویناوالو د ولایتي زندانونو ترمنځ همغږي د چارو د بریالي پرمختګ لپاره اړینه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د ګډو ناستو له لارې نه یوازې کاري بهیر لا منظمېږي، بلکې د ستونزو د حل لپاره هم اغېزمنې لارې چارې موندل کېږي.
همداراز، په غونډه کې د زندانیانو د اصلاح او بیا ادغام پروګرامونو د لا ښه تطبیق، د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا او د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په اړه هم لازمې لارښوونې وشوې.
د یو بل خبر له مخې، د لوګر ولایت د زندان نظامي مسوولینو او پرسونل د مسلکي وړتیاوو د لوړونې او کاري ظرفیت د پیاوړتیا په موخه دوه ورځنی روزنیز سمینار پیل شو.
دغه سمینار چې موخه یې د نظامي پرسونل د مسلکي مهارتونو لوړول، د امنیتي چارو لا ښه تنظیم، د کاري چارو اغېزمنتیا او د عصري مدیریتي اصولو سره د هغوی بلدتیا ده، د اړوندو مسوولینو، افسرانو او سرتېرو په ګډون پرانیستل شو.
ددې ولایت د زندان مسوولینو، د ظرفیت لوړونې پروګرامونه د ادارو د پرمختګ او د بشري سرچینو د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل او ټینګار یې وکړ، چې دا ډول روزنیز سمینارونه د پرسونل د مسلکي ودې، غوره خدمتونو وړاندې کولو او د کاري موثریت د زیاتوالي لپاره ارزښتناک رول لري.
ټاکل شوې ده، چې په دې دوه ورځني سمینار کې ګډونوالو ته د امنیتي مدیریت، مسلکي چلند، اداري اصولو، د زندانونو د ساتنې معیاري کړنلارې او د اضطراري حالاتو د مدیریت اړوند بېلابېل موضوعات وړاندې شي.
د زندانونو چارو د سمون اداره ژمنه ده، چې د خپلو منسوبینو د ظرفیت لوړونې، مسلکي ودې او اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو په موخه به ورته روزنیز پروګرامونه دوامداره توګه ترسره کوي.
ذوالقعده ۱۳/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
