د کندهار ولایت په زندان کې د ساري ناروغیو د تشخیص او درملنې ۱۲ بستریز روغتیايي مرکز پرانیستل شو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۵ - ۱۲:۴۵
کندهار

دغه مرکز، چې د کندهار د زندان د مسوولینو په هڅو او د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست له خوا د بې ‌پولې ډاکټرانو موسسې په مالي لګښت د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو، په کې به د کندهار په زندان کې دننه د زندانیانو لپاره د نري رنځ او نورو ساري ناروغیو تشخیص او درملنه کېږي.
په دې مراسمو کې د کندهار د مرکزي زندان رئیس ملانعمت‌الله (سراجي) وویل؛ یاد مرکز د زندانیانو د نري رنځ او ساري ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره خورا مهم مرکز دی، چې د دې مرکز په پرانیستل کېدو سره به د زندانیانو درملنه  په ښه ډول وشي او د خپلو خبرو په وروستیو کې یې زیاته کړه؛ اداره یې د ملاتړ کوونکو موسسو په مټ هڅه کوي، چې یاد روغتیايي مرکز نور هم معیاري کړي.
په پای کې د مرکزي زندان د روغتیا د برخې آمر سیدعبدالقاهر(عابد) وویل؛ د درملنې دغه روغتیايي مرکز چې ۱۲ بستره لري، د هغه زندانیانو درملنه به د مسلکي ډاکټرانو په مټ په کې په ښه ډول وشي چي د یادو ناروغیو له امله رنځ وړي.
د یاد مرکز ودانۍ په ۲۰۱۸م کال کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري جوړه شوې وه؛ خو د نه پاملرنې او یوشمېر نورو ستونزو له کبله یې چارې درېدلې وې؛ له نېکه مرغه د بې‌پولي ډاکټرانو موسسې له لوري یې بیرته د بیا رغونې چارې ترسره شوې، د دې ادارې روغتیايي پرسونل هلته مخکې له مخکې ځای پر ځای شوي او د زندانیانو د نري نرځ او ساري ناروغیو د تشخیص او درملنې چارې به مخته وړي.

شعبان‌المعظم ۱۳/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امرىت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS