د پکتیا او خوست ولایتونو د زندانونو مسوولینو غوره فعالیتونه وستایل شول

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۵:۲۹
نظامی

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او د خوست ولایت د زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" د خپلو دندو په بېلابېلو برخو کې د اغېزمنو لاسته راوړنو او فعالیتونو له امله وستایل.

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق د یادو زندانونو مسؤلینو هڅې د محکماتي بندیانو د منظمې طبقه‌بندۍ، د زندانیانو د ښوونې او روزنې د پروګرامونو د پیاوړتیا او همدارنګه د زندانونو د چارو د لا ښه تنظیم په برخه کې ارزښتمنې وبللې او د هغوی د ترسره شویو فعالیتونو ستاینه یې وکړله.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال وویل، د بندیانو سمه طبقه‌بندي، د تعلیمي او روزنیزو پروګرامونو پراختیا او د زندانونو د چارو اغېزمن تنظیم د اصلاح او روزنې بهیر د پیاوړتیا لپاره مهم ارزښت لري، چې په دې برخه کې د پکتیا او خوست زندانونو مسؤلینو د پام وړ کار کړی دی.

په پای کې، د پکتیا او خوست ولایتونو زندانونو مسوولینو د ادارې د مشرتابه له ملاتړ څخه مننه وکړله او ډاډ یې ورکړ، چې د سپارل شویو مسوولیتونو د لا ښه ترسره کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۵:۲۹
Background image

د پکتیا او خوست ولایتونو د زندانونو مسوولینو غوره فعالیتونه وستایل شول

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او د خوست ولایت د زندان امر محترم مولوي ذبیح. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۵۶
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د زرمت، سیدکرم او څمکنیو ولسوالیو له توقیفخونو د ارزونې ترڅنګ یادو ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او قاضیانو سره ولیدل

د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زرمت، سیدکرم او څمکنیو ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړله او د دغو توقیفخونو د اداري، امنیتي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

ولایتي خبر: (کونړ) د کونړ ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل ته زندانیانو سره د انساني او قانوني چلند تر سرلیک لاندې یو ورځینی سمینار ترسره شو

دغه سمینار، چې د یوناما له لورې او د یاد زندان مسوولینو په هڅو د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی وو، د یوې ورځې په موده کې ګډونوالو ته د زندانیانو سره د انساني، اسلامي او. . .

BACK TO NEWS