د پکتیا او خوست ولایتونو د زندانونو مسوولینو غوره فعالیتونه وستایل شول

news_admin
Wed, Jun 10 2026 3:29 PM
نظامی

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او د خوست ولایت د زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" د خپلو دندو په بېلابېلو برخو کې د اغېزمنو لاسته راوړنو او فعالیتونو له امله وستایل.

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق د یادو زندانونو مسؤلینو هڅې د محکماتي بندیانو د منظمې طبقه‌بندۍ، د زندانیانو د ښوونې او روزنې د پروګرامونو د پیاوړتیا او همدارنګه د زندانونو د چارو د لا ښه تنظیم په برخه کې ارزښتمنې وبللې او د هغوی د ترسره شویو فعالیتونو ستاینه یې وکړله.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال وویل، د بندیانو سمه طبقه‌بندي، د تعلیمي او روزنیزو پروګرامونو پراختیا او د زندانونو د چارو اغېزمن تنظیم د اصلاح او روزنې بهیر د پیاوړتیا لپاره مهم ارزښت لري، چې په دې برخه کې د پکتیا او خوست زندانونو مسؤلینو د پام وړ کار کړی دی.

په پای کې، د پکتیا او خوست ولایتونو زندانونو مسوولینو د ادارې د مشرتابه له ملاتړ څخه مننه وکړله او ډاډ یې ورکړ، چې د سپارل شویو مسوولیتونو د لا ښه ترسره کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS