د فاریاب ولایت د زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

news_admin
Mon, Jan 19 2026 9:37 AM
فاریاب

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف موسسې په همکارۍ، شوې مرسته کې چې کمپلې، جرابې، څادر، شامپو، صابون، غاښونو کریم او برس شامل ول، د دې ولایت د زندان په زندانیانو په شفافه توګه وویشل شول.

د فاریاب ولایت د زندان مسوولینو د یادې موسسې له همېشنیو مرستو او همکاریو څخه د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ، وویل چې د زندانیانو ساتنه، پالنه او روزنه زمونږ انساني او اخلاقي مسوولیت دی او  هڅه کوو څو مرستې را جلب او هغوی ته لا زیاتې اسانتیاوې برابري کړو.

 

رجب المرجب ۲۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS