د بلخ ولایت د زندان رئیس د سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو زندانونو څخه لیدنه او ارزونه وکړله

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۵۱
ولایتی

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په هدایت د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" او مل پلاوي سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو زندانونو ته د سفر پرمهال د یادو ولایتونو د زندانونو مسوولینو سره په جلا جلا توګه د کتنې په ترڅ کې يې پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

همداراز، د بلخ ولایت د زندان رئیس له زندانیانو سره هم وکتل، د هغوی غوښتنې او ستونزې یې له نږدې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې قانوني او مشروع غوښتنو ته به یې د امکاناتو په حدودو کې رسېدنه وشي.

په پای کې، د بلخ ولایت د زندان رئیس مولوي کمال الدین "زاهد"د سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو زندانونو اداري، روغتیایي، تعمیراتي، امنیتي او خدماتي برخې، د زندانیانو د استوګنې ځایونه، پخلنځی او نورې بېلابېلې برخې له نږدې و ارزولې او مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

 

ربیع الثاني ۲۵/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د کندوز په زندان کې څلور پراختیايي پروژې بشپړې او د یوې نوې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، چې د زندانونو چارو تنظیم ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبداللطیف "سجاد"، د کندوز ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۹:۵۱
Background image

د لغمان ولایت د زندان نظامي کارکوونکو لپاره ځانګړی خوړنځای فعال شو

د لغمان ولایت د زندان د ملکي او نظامي کارکوونکو لپاره ځانګړی خوړنځای فعال شو، چې په دې سره به د یاد زندان کارکوونکو ته د خوړو برابرولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د یاد ولایت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس هلمند ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي سره ولیدل

 

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" د هلمند والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین "منصور" سره د ولایت په مقام کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د هلمند د. . .

BACK TO NEWS