د لغمان ولایت د زندان نظامي کارکوونکو لپاره ځانګړی خوړنځای فعال شو
د لغمان ولایت د زندان د ملکي او نظامي کارکوونکو لپاره ځانګړی خوړنځای فعال شو، چې په دې سره به د یاد زندان کارکوونکو ته د خوړو برابرولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
د یاد ولایت د زندان امر محترم ملا الله محمد "بختیار" وایي؛ د دغه خوړنځای د فعالېدو موخه د زندان د ملکي او نظامي کارکوونکو لپاره د مناسب چاپېریال برابرول او د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته رسېدنه ده.
مسؤلین وایي، د کارکوونکو لپاره د اسانتیاوو برابرول د کاري چاپېریال د ښه والي، د نظم او همغږۍ د پیاوړتیا او د ورځنیو چارو د لا ښه ترسره کېدو په برخه کې مهم رول لري.
ربیع الثاني ۲۷/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
