ولايتی خبر:(جوزجان) د جوزجان ولایت د زندان له زندانیانو او توقیفیانو سره  د یاد ولایت والي له لورې د یوې اندازې خرما مرسته وشوه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۵
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې په همکارۍ د نوموړي زندان د مسوولینو په هڅو او د دې ولایت والي محترم مولوي  عبدالله "سرحدي" له لورې د یاد زندان له زندانیانو سره د ۵۰ کارتنو خرما مرسته وشوه

د یاد زندان امر محترم ملا عبد الباري "مخلص" له محترم والي څخه د مننې سربېره  دا  بشرپاله او انسان دوستانه اقدام نیک یاد کړ او په نورو خیريه بنسټونو او خییرو تاجرانو هم غږ وکړ چې خپلې مرستې د ټولنې له دغه قشر چې زندانیان دي ونه سپموي.

 

رمضان المبارک ۱۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
Background image

د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري. . .

BACK TO NEWS