د میدان وردګ ولایت په زندان کې (۶۳)  تنه زندانیان د قران کریم د حفظ، ناظرې او د حرفوي زده کړو له دورې څخه فارغ شو

news_admin
Tue, May 13 2025 9:37 AM
میدان وردک

په دې مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې  نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله ‎"بدر" په داسې حال کې چې د ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد" د میدان وردګ زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین"او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود نوموړو زندانیانو ته په خپلو خبرو کې له یادو د ورو څخه د فراغت مبارکي وویله او هغوی ته یې په نورو دیني، عصري، او حرفوي برنامو کې د ګډون لارښوونه وکړله.

داراز، په یادو مراسمو کې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد په خپلو خبرو کې وویل، چې ادارې یې د کابل په ګډون د هېواد په (۳۳) ولایتونو کې د زندانیانو لپاره د دیني، عصري او حرفوي زده کړو بیلابیلې برنامې عملي کړي، څو پرمټ یې زندانیان وکولی شي له ناوړه کړنو لرې او له بنده تر ازادېدو وروسته خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

په ورته مهال، د میدان وردګ ولایت د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین په خپلو خبرو کې وویل، چې په دې زندان کې یې زندانیانو ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو بیلابیلې برنامې برابرې کړي چې نن ترې  (۶۵) تنو زندانیانو د  قران کریم د حفظ، ناظرې او د غالۍ اوبدلو، مبایل جوړولو، کاشي کارۍ، نلدوانۍ او برېښنايي سیسټم د حرفوي شاپونو دوره بشپړه کړله.

همدا راز، یاد مراسم د دستار بندۍ او د خیر دعایې په کولو سره پای ته ورسېدل

 

ذوالقعده ۱۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS