د میدان وردګ ولایت په زندان کې (۶۳)  تنه زندانیان د قران کریم د حفظ، ناظرې او د حرفوي زده کړو له دورې څخه فارغ شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۹:۳۷
میدان وردک

په دې مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې  نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد" د میدان وردګ زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین"او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود نوموړو زندانیانو ته په خپلو خبرو کې له یادو د ورو څخه د فراغت مبارکي وویله او هغوی ته یې په نورو دیني، عصري، او حرفوي برنامو کې د ګډون لارښوونه وکړله.

داراز، په یادو مراسمو کې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد په خپلو خبرو کې وویل، چې ادارې یې د کابل په ګډون د هېواد په (۳۳) ولایتونو کې د زندانیانو لپاره د دیني، عصري او حرفوي زده کړو بیلابیلې برنامې عملي کړي، څو پرمټ یې زندانیان وکولی شي له ناوړه کړنو لرې او له بنده تر ازادېدو وروسته خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

په ورته مهال، د میدان وردګ ولایت د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین په خپلو خبرو کې وویل، چې په دې زندان کې یې زندانیانو ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو بیلابیلې برنامې برابرې کړي چې نن ترې  (۶۵) تنو زندانیانو د  قران کریم د حفظ، ناظرې او د غالۍ اوبدلو، مبایل جوړولو، کاشي کارۍ، نلدوانۍ او برېښنايي سیسټم د حرفوي شاپونو دوره بشپړه کړله.

همدا راز، یاد مراسم د دستار بندۍ او د خیر دعایې په کولو سره پای ته ورسېدل

 

ذوالقعده ۱۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

BACK TO NEWS