د ننګرهار د زندان مسوولینو د یوناما دفتر له پلاوي سره وليدل
د دغه ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد مقتدا "حفیظ الله" تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتومو سازمان د مرستندویه ماموریت (یوناما) له یوه پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د زندان د اړوندو ستونزو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي زندان له مسوولینو څخه د دې لیدنې په موخه مننه وکړه او د زندانیانو لپاره یې د ښو خداماتو او اسانتیاوو د رامنځته کولو ډاډ تر څنګ ژمنه وکړه چې د یاد زندان د ستونزې به له نورو همکارو موسسو سره هم شریکې او د حل په هدف به یې پوره همکاري وکړي.
محرم الحرام ۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړیکو امریت