د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس کابل کې د یوناما دفتر له يوه پلاوي سره وليدل

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۱۸:۵۴
دیدار با خارجی

محترم مولوي محمد یوسف "مستري" نن(پنجشنبې) د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت(یوناما) دفتر څخه د ښاغلي جان لوکه بهټل په مشرۍ د بشري حقونو برخې له راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
دواړه لورو په دې لیدنه کې، له يادې ادارې سره د يوناما پر مرستو، په زندانونو کې د بندیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو او په دې وروستيو کې له ایرانه افغانستان ته د رالېږدول شویو بندیانو په اړه هراړخيزې خبرې اترې وکړې.
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" له يوناما دفتر څخه راغلي پلاوي سره د زندانیانو لپاره د دې ادارې له خوا په ټولو زندانونو کې د لازمو امکاناتو، اسانتياوو او خدمتونو وړاندې کولو، د هغوی د جرمي دوسيو پروخت څېړلو او تعقيبولو او د هغوی د خوشې کولو په اړه معلومات شريک کړل، چې د نوموړي پلاوي مشر  ښاغلي جان لوکه بهټل د يادو معلوماتو تر اورېدو وروسته د دغې ادارې له مثبتو هڅو د مننې ترڅنګ، دې ادارې سره په بېلابېلو برخو کې د هر راز مرستو ژمنه وکړه.

شوال المکرم ۲۱/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

BACK TO NEWS