د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه لوړپوړي پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۱۵:۶
مشاور

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"په مشرۍ، د اقتصادي چارو رئیس محترم ډاکټر سید احمد "اسحاقزي" او یوشمېر نورو مسوولینو په ګډون یوه پلاوي، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې پرمهال په یاد مرکز کې له مسوولين او کارکوونکو سره وکتل او هغوی ورته له خپله اړخه د دې مرکز او محجوزینو لپاره د برابروشویو امکاناتو، مرستو او وړاندې شویو خدمتونو په اړه لازم معلومات ورکړل.
نوموړي پلاوي د یادو معلوماتو په اورېدو سره د خوښۍ په څرګندولو د دې مرکز مسوولينو ته سپارښتنه وکړه چې د اړتیاوو یو لیست ترتیب او ورته وسپاري، څو د ادارې رهبري له مسوولینو سره شریک او پربنسټ یې لازمې همکارۍ جلب کړي.
داراز پلاوي د یاد مرکز له پخلنځي هم لیدنه وکړه او مربوطه مسوولینو ته یې د خوړو د پاکوالي او نظافت په پام کې نیولو لپاره لازمې سپارښتنې وکړې.
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې  د مقام سلاکار په مشرۍ پلاوي د نوموړي مرکز له محجوزینو سره له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د مرکز مسوولین متوجه کړل.
همدارنګه، پلاوي د دې مرکز له امنیتي ټاورونو او د محجوزینو ماشومانو د لوبو له ځایه د لیدنې تر څنګ د بریښنا، د موبایل، بوټ جوړونې او خیاطۍ له ټاپونو هم لیدنه وکړه د محجوزینو د زده کړواو د ښو لاسته روړنو د ستاینې ترڅنګ، مسوولینو ته یې د یادو ماشومانو لپاره د ښې او خوندي فضا د رامنځته کولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

شعبان المعظم ۲۶/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست    
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د امنیتي قرارګاه قطعې قوماندانۍ لپاره د ارکان نوي رئیس په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه او د ادارې له اړتیا سره محترم رحمت الله "عمري" چې تر دې مخکې د لوګر ولایت د زندان امر و، د زندانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
Background image

د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري". . .

BACK TO NEWS